په م.م د پاکستان استازي د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د هند او پاکستان تورونه رد کړل
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار، د امنیت شورا په غونډه کې د هند او افغانستان د استازو هغه تورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان له خپلو پولو ورهاخوا د سختدریځو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د هند او افغانستان استازو پر پاکستان تور پورې کړ چې د پولې پورې غاړې وسلهوالو فعالیتونو ملاتړ کوي.
پر پاکستان دا تور له څو لسیزو راهیسي د افغانستان او هندوستان حکومتونه لګوي.
په امنیت شورا کې د افغانستان او هندوستان د تور په ځواب کې د پاکستان استازي وویل چې دا نیوکې د هغو تروریستي ګواښونو د پټولو لپاره دي چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته متوجه دي. هغه ټینګار وکړ چې پاکستان تل د تروریزم قرباني شوی دی.
عاصم افتخار د پاکستان د هغو اقداماتو دفاع وکړه چې ده د تروریزم پر ضد مبارزه وبلله او ویې ویل چې دغه هیواد د وسلهوالو ډلو پر ضد د مبارزې او د سیمې د ثبات د ساتلو لپاره جدي هڅې کړې دي.
پاکستان له تېرو څه باندې لسو ورځو راهیسي پر افغانستان بمباري او بریدونه پیل کړي او وايي چې دا جګړه به یې تر هغو دوام لري چې د افغانستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له ملاتړه لاس واخلي.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.
