ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ولادیمیر پوتین د ایران نوي ټاکل شوي مشر ته مبارکي ورکړې ده

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران نوي مشر مجتبی خامنه ای ته د مبارکۍ پیغام ورلیږلی دی.هغه نن دوشنبې د مبارکۍ په پیغام ویلي،"روسیه د ایران لپاره د باور وړ شریک و، او وي به".د پوتین په ټکو،" په داسې حال کې چې پر ایران تیری شوی، په دغه لوړ مقام ستاسې ټاکنه زوړتیا او فداکاري غواړي".پوتین د نړۍ له لومړنیو ولسمشرانو دی چې د ایران نوي ټاکل شوي مشر مجتبی خامنه ای ته مبارکي ورکوي.د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې ناوخته د ایران د مخکني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه زوی مجتبی خامنه ای د ایران د مشر په توګه وټاکه.