ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

اجمل خان وايي د پاکستان او طالبانو حکومتي ځواکونو نښتو بې کوره کړ

0
د خیبر ضلعې د لواړګي (لنډيکوتل) اوسېدونکی اجمل خان له هغو کسانو څخه دی چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د نښتو له وجې بې کوره شوی دی. نوموړی، د هغه ورور او زوی په وروستیو کې د نښتو پر مهال پر کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې ژوبل شول او کور یې ړنګ شو. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، د تېرې میاشتې له وروستۍ اوونۍ راهیسې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمینځ د نښتو له وجې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵،۰۰۰ او په پاکستان کې څه باندې ۳،۰۰۰ تنه بې کوره شوي دي. ویډيويي رپورټ.