د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له پاکستان سره د ستونزو د حل لپاره پر خبرو ټینګار کړی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د کب یا حوت په ۱۷مه، پرخپل ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې امیرخان متقي دا موضوع د چین له ځانګړي استازي یو شیا یونګ سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
متقي زیاته کړې چې دوی د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې شخړې پراخې نشي، خو د "خلکو او وطن د دفاع" حق د ځان لپاره خوندي ساتي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چین د استازي له قوله هم لیکلي چې ویلي یې دي، له پاکستان سره هم په تماس کې دي او د شخړو د کمیدو او د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کوي.
د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ نښتې وروسته له هغې زیاتې شوې چې پاکستان د کب یا حوت په دوهمه د شپې له خوا د پکتیکا او ننګرهار پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل.
په ځواب کې د طالبانو حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د حکومت پر سرحدي پوستو بریدونه پیل کړل چې ورپسې دغه نښتې یوې نوې مرحلې ته داخلې شوې چې تراوسه یې دوام موندلی.
