ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده؛ افغان ښځې لا هم له تعلیم او کاره محرومې دي

0
د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.
سږ کال دا ورځ د ټولو ښځو او نجونو لپاره د حقونو د تامین، عدالت او عمل په شعار سره لمانځل کېږي.
دا پنځم کال کېږي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو نړیواله ورځ راځي خو افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي او د ښځو پر کار هم په پراخه کچه بندیزونه لګېدلي.
یوه معلمه فاطمه محمدي چې ګڼې زده کوونکې یې له شپږم ټولګي پورته له تعلیمه رسماً محرومې دي خو دې په یوه محلي ټولګي کې د هغوی د زده کړو زمینه برابره کړې وايي شاګردانې یې خپلې نامعلومې راتلونکې سختې اندېښمنې کړې دي:
«داسې نجلۍ شته چې د څوارلسو او پنځلسو کلونو دي. د هغوی ارمانونه زیات دي. دوی سره ډېره مخ شوې یم. دلته زیاتې شاګردانې راځي. د دوی هیلې دا دي چې وايي زما اینده کې غوښتنه دا وه چې ډاکتره شم او هېواد ته خدمت وکړم یا ستا په شان استاده شم.»
فاطمه زیاتوي:


د طالبانو حکومت په کور دننه او بهر د ښځو او فعالانو له ټینګار سره سره د تعلیم او کار په برخه کې د ښځو د حقونو د بشپړې اعادې لپاره کوم انعطاف نه دی ښوولی سره له دی چې ادعا لري د ښځو حقونه یې د اسلام په چوکاټ کې تامین کړي.


د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس د ښځو د حقونو د تامین لپاره په ټولیزې مبارزې او عمل ټینګار کوي.
«د ۲۰۲۶ کال د ښځو د نړیوالې ورځې شعار چې د ټولو ښځو او نجونو لپاره د حقونو، عدالت او عمل ټینګار کوي باید د تحول لپاره زموږ ګډ ټکی وي. موږ باید د حقونو، عدالت او عمل لپاره سره ودریږو او غږ پورته کړو څو ټولې ښځې او نجونې خوندي ژوند وکړای شي، خپل غږ پورته کړي او مساویانه ژوند ولري.»
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ هم د مارچ د اتمې په مناسبت په یوه پيغام کې ویلي:
«په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو چارواکو د جنسیت پر بنسټ د تبعیض یو سیسټم بنسټیز کړی دی. دا د ایستلو او جلا کولو یو سیسټم دی چې پر ښځو د واک چلولو لپاره جوړ شوی. داسې څه د نړۍ بل ځای کې نه دي لیدل شوي خو بیا هم افغان ښځو هیله نه ده بایللې.»
بنیټ چې په خپله هم افغانستان ته له ورتګه منع شوی ټینګار لري چې افغان ښځې له نړۍ غواړي څو د دوی د حقونو د تامین لپاره روښانه او پریکنده دریځ غوره کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې شوې.
ورپسې ښځې په لویه کچه له کار او فعالیته وګرځول شوې.
د راپورونو په اساس د طالبانو مشرتابه له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو په تړاو څه باندې اتیا فرامین، مقررات او قوانین جوړ کړي.
له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز، د کار په سر پراخ محدودیت، د فعالیت او سفرونو محدودیت، اجباري حجاب، په عام محضر کې غږ نه ایستل او وروستی هم چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او ورته د ټاکلې ناڅېزې سزا په اړه وو د ښځو په اړه د طالبانو له عمده فرامینو دي.
د ملګرو ملتونو د احصاییو له مخې لږ تر لږ دوه میلیون او دوه لکه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع شوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا شمېر به په ۲۰۳۰ کال کې څلورو میلونو ته ورسیږي که چېرته پر زده کړو بندیز همداسې دوام وکړي.