د پاکستان حکومت د پیټرول او ډیزلو قېمتونه پورته کړي دي
په پاکستان کې د تيلو د څار ادارې د مارچ پر اوومه د تيلو بيي يو ځل بيا پورته کړې دي. د یادې ادارې له تازه پرېکړې سره د پیټرولو د یو لیټر بیه ۳۲۲ او د ډیزلو د یوه لیټر بیه ۳۳۷ ته رسېدلې ده. د مشال راډیو خبریال عظمت علي شاه په مردان کې له عامو خلکو سره غږېدلی دی.
