په مومندو کې له افغانستانه ډزېدلي توغندي ۳ کسان ژوبل کړي دي
د مومندو ضلعې پولیسو ویاند عبدالوهاب مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر پینځمه د افغانستان له غاړې داغل شوی توغندی د مومندو د خوېزو په فقیر اباد کې ير یوه کور لګېدلی چې پکې دوه ښځې او یو ماشوم ژوبل شوي دي.
