ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ایټالیا د خلیج هېوادونو ته د هوايي دفاع مرستې لېږي

0

د ایټالیا صدراعظمې اعلان کړی چې هېواد یې غواړي د ایران د احتمالي هوايي بریدونو د مقابلې لپاره د فارس خلیج سیمې هېوادونو ته د هوايي دفاع په برخه کې مرستې ولېږي.جورجا مېلوني دا موضوع د پنجشنبې په ورځ (د حوت ۱۴مه) له آر ټي ایل راډیو سره په مرکه کې وکړه. مېلوني ویلي چې ایټالیا هم د بریتانیا، فرانسې او جرمني په څېر غواړي د فارس خلیج هېوادونو ته مرستې واستوي، په تېره بیا د دفاعي تجهیزاتو او په ځانګړې توګه د هوايي مدافع سیستمونو په برخه کې.د ایټالیا صدراعظمې زیاته کړه: «دا کار یوازې د دې لپاره نه کوو چې دا هېوادونه زموږ دوستان دي، بلکې تر ټولو مهم دلیل دا دی چې لسګونه زره ایټالیايي وګړي په دې سیمه کې اوسي.»د هغې په وینا، شاوخوا ۲۰۰۰ ایټالیايي پوځیان هم په دې سیمه کې مېشت دي.