ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو کپتان وګومارل شو

0

د افغانستان کرکټ بورډ د نامتو لوبغاړي راشدخان پر ځای ابراهیم ځدراڼ د ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو کپتان وټاکه.کرکټ بورډ دا پرېکړه نن په یوه خبري کنفرانس کې د سرېلانکا پر وړاندې سیالیو ته د لوبډلې د اعلان په ترڅ کې اعلان کړه.له څه مودې راهیسي د کرکټ بورډ له لوري د راشدخان پر ځای د ابراهیم ځدراڼ د کپتانۍ په اړه اوازې خپرېدې.په دې کنفرانس کې کرکټ بورډ د سرېلانکا پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د دواړه فارمټونو لپاره لوبډلې هم اعلان کړې.ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې درې شل اوره او درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي. دا سیالۍ د مارچ په دیارلسمه پیلېږي.