د افغانستان په ۴ ولایتونو کې ۷ تنه په دورو ووهل شول
د طالبانو د حکومت ستره محکمه وایي، د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۱۳مه) په څلورو ولایتونو کې ۷ کسان په دورو ووهل شول.سترې محکمې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوه تنه په بغلان، یو کس په بلخ، درې تنه په هرات او یو تن په ارزګان کې په دورو ووهل شو.وړاندې راغلي چې دغه کسان د خبرپاڼې په ټکو ( د نامشروع اړیکو) او ( له کوره د تیښتې) په تور وهل شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا بدني سزاوې ، د نړیوالو بشري حقونو نقض دی.د طالبانو حکومت بیا وایي، دغه سزاوې د اسلامي شریعت په رڼا کې عملي کیږي.د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې لیکلي چې تېر ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۱۱ سوه کسان په دورو وهل شوي چې ۱۷۰ په کې ښځې دي.
