کابل ښاریان وايي، لوړ پوړو ودانیو د اسانتیاوو ترڅنګ ستونزې هم رامینځ ته کړي
یو شمیر کابل ښاریان وايي، د پخوانيو یو پوړیزه کورونو پر ځای اوس په پلازمینه کابل کې د بلاکونو او اپارتمانونو جوړل زیات شوي، چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې هم دا خبره تایدوي.
کابل ښاریان د دې ودانیو په اړه ویشلي نظرونه لري، ځني وايي د ښار بڼه یې ښکلې کړې او ښه سهولوتونه او امکانات لري خو ځني نور بیا وايي، په دې سره به نفوس زیات او بېلابیلو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې خلک لا ستونزو سره مخ شي.
د کابل د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکې فرزانه چې په حویلو کې د اوسېدو تجربه لري خو تازه یو کال کېږي چې یو اپارتمان ته کډه شوې، ازادي راډیو ته یې وویل: " د بلاک ژوند ډیر ارامه ژوند وي، مخکې چې زمونږ د حویلۍ کور و، که چیرې تللو نو یو کس به کور کې پاتې کېدو د امنیت لپاره، اوس چې دلته بلاک ته راغلي یو، ډیر ارامه دی، هر وخت کولای شو چې له کوره ووځو ځکه دلته چوکیدار وي ارامه یو، د امنیت له اړخه مو خاطر جمعه وي، او بل د حویلۍ کور کې به هر ژمی مونږ زغال اخیستل، لرګي مو اخیستل، د بخارۍ جنجال به و، بلاک ته چې راغلي یو د مرکز ګرمۍ سیستم دی، ډیر راحته ژوند دی. "
د کابل د تایمنیو د پروژې اوسېدونکی احمد سیر هم په بلاکونو او اپارتمانونو کې د سهولتونو خبره کوي وايي: " دلته ژوند راټول، پرمختللي او لوکس دی، د تشناب له نظره یا د پخلنځي له نظره، یا ځني نور سهولتونه چې دا بلاکونه لري، لکه چوکیدار لري، د موټر پارکینګ لري. "
احمد سیر زیاتوي، چې په دې سره د خلکو د بې کورۍ ستونزه هم هوارېږي.
مخکې له ګاونډیو هیوادونو یو شمیر ستنو شویو افغانانو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې د کورونو د پیدا کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
خو د کابل د خیرخانې مینې اوسېدونکی محمد نسیم بیا وايي، دا کار که سهولتونه رامنځته کوي ستونزې هم زېږوي: " دا کار که له یوې خوا خلکو ته اسانتیا رامنځته کوي له بلې خوا کابل ښاریان چې دا اوس هم د برېښنا او اوبو له کمښت سره مخ دي له ګڼو ستونزو سره مخ کوي، د کورونو په ډېرېدو سره زیات خلک کابل ته راځي. "
د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام یو، این، هبیتات د روان لمریز کال په جدي میاشت کې ویلي وو چې د افغانستان د ښاري نفوس له ۴۰ سلنې زیاته برخه په کابل کې ژوند کوي.
یو این هبیتات دغه شان ویلي وو چې ډیری راستنېدونکې افغانان په ښارونو کې استوګنه غوره کوي او دې کار د ښارونو په عامه خدمتونو فشارونه زیات کړي دي.
د ودانیزو چارو یو شمیر انجنیران وايي، په افغانستان د ښارونو پراختیا له څنګه چې لازمه ده هغه شان نه ترسره کېږي، چې په خبره یې ورسته بیا ستونزې رامنځته کوي.
له دې ډلې د جلال اباد پخواني ښاروال انجنیر اباسین بهیر ازادي راډیو ته وویل: " متاسفانه د ښارونو د پراختیا لپاره په تیرو دوو لسیزو کې څومره کار چې لازم دی نه دی شوی، د دې پر ځای چې ښارونه په افقي ډول پراختیا وکړي په عمودي شکل انکشاف کوي او په دې کې هغه خدمتونه چې یادو ساحو ته په نظر کې نیول شوي هغه کمېږي او په سیمه کې یو بحران پیدا کېږي، همدا اوس په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه مخ په ښکته روانه ده، که همدا حالت دوام وکړي نو کیدای شي یوه فاجعه رامنځته کړي."
نوموړی ټینګار کوي چې استوګنیزې سیمې اټکلیز نفوس ته په پام ویشل کېږي چې خدمتونه هم لکه کانالیزاسیون، اوبه رسول، برېښنا او سرکونه همغه نفوس ته په پام محاسبه او ډیزاین کېږي.
په ورته وخت کې د طالبانو تر کنترول لاندې کابل ښاروالې هم تایدوي چې په کابل کې قانوني ودانیزې چارې زیاتې شوي.
د دغه ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي سه شنبه د حوت ۱۲ مه ازادي راډیو ته وویل، کابل ښار مخ په ودې ښار دی او بې له شکه کوم پلان چې ورته جوړ شوی د نویو ودانیزو چارو ټول موضوعات ورته په پام کې نیول شوي دي: " مونږ ورته زون پلان لرو، د کابل ښار ساحې مشخصې دي، چیرې چې سړکونو لوی دي امکانات ډیر دي، ودانۍ هم لوړ پوړیزه دي، چیرې چې سړکونه واړه او غیر پلاني سیمې دي هلته ودانۍ هم کم پوړیزه دي، مونږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې کابل ښار کې په خپل سر ودانیزې چارې ترسره کړي. "
د یادونې ده چې مخکې یو شمیر کابل ښاریانو په وار د ښار په سړکونو کې د ترافیکي ستونزو خبره کړې او د اوبو، برېښنا او ښاري ترانسپورت د کمښت په برخه کې یې هم شکایتتونه مطرح کړي او لامل یې د نفوسو ډیرېدل یاد کړي دي.
د مرسي کورپس په نوم نړیوال سازمان د روان لمریز کال په جوزا میاشت کې خبرداری ورکړی و چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به کابل د اوبو له جدي ناورین او وچکالي سره مخ شي.
دې نړیوالې موسسې دا هم ویلي وو چې کابل کې اوسنۍ تر ځمکې لاندې اتیا فیصده اوبه د فاضلابو یا ککړو اوبو د لوړې کچې کیمیاوي عناصر لري او خوندي نه دي.
مرسي کورپس د کابل اوسنی نفوس ۷ میلیونه کسان بللی وو داسې مهال چې د معلوماتو پر بنسټ دا ښار له ۶ تر ۸ لکه کسانو د استوګنې لپاره طرحه شوی دی.
