ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د ملګروملتونو کارپوهانو د طالبانو له لوري د زیاتیدونکې فزیکي سزاګانو کارول غندلي دي

0

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د عدلي پرېکړو پر اساس په عام محضر کې خلکو ته د فزیکي سزاګانو زیاتوالی د نړیوالو بشري حقونو له قانون څخه سرغړونه ده.

دغو کارپوهانو وویل: "فزیکي سزا د انساني کرامت او بدني سلامتیا خلاف جرم دی او شډیډ ډول یې کیدای شي ظالمانه، غیرانساني یا د سپکاوی وړسزا او شکنجه وبلل شي او باید هغه سمدستي ودرول شي." د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې دا سزاګانې د اسلامي شریعت له مخې تطبیقېږي.

په هغه بیان کې چې د ملګروملتونو په ویبپاڼه کې خپورشوی ویل شوي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا وک ته رسیدلي، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د تیرو ټولو کلونو په پرتله په دې هیواد کې ډیر نارینه او ښځینه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. د دغو کارپوهانو په خبره نښې ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د دغو سزاګانو عملی کول لا زیات شي.

د ملګروملتونو د کارپوهانو په وینا په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو د محکمو د شمیرو له مخې لږترلږه ۱۱۱۰ کسان، چې ۹۴۰ یې نارینه او ۱۷۰ یې ښځې وې، په عام محضرکې په دُرو وهل شوي چې دا د ۲۰۲۴ کال پرتله نژدې دوه چنده زیاتې دي.

دغو کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د طالبانو د محاکمو نوي جزایي مقررات چې د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې خپاره شوي، کولای شي، د دا ډول غیرقانوني سزاګانو عملي کول لا زیات کړي.

د ملګروملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بايد په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران په اړه پیاوړی غږ اوچت کړي او زیاتوي په دې غوښتنه کې باید د یوې عادلانه قانوني پروسي یقیني کول او د بدني سزاګانو او د اعدام پربشپړ بندولو ټینګار شامل وي.