د خامنه يي د وژل کېدو په اړه ادعا؛ په ۵۰۰ ایراني اهدافو پراخ هوايي بریدونه
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل ډیری نښې شته چې ښکاروي خامنه ای "نور نشته".هغه له ایرانیانو وغوښتل چې کار پای ته ورسوي.بنیامین نتنیاهو د ایران د رهبر خامنه يي په هستوګنځي د اسراییلو پراخو هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي: « داسې ښکاري چې دا مستبد نور ژوندی نه دی»
هغه همداراز ویلي چې د خامنه ای هستوګنځی ویجاړ شوی، او د انقلابي ګارډ قوماندانان او لوړ پوړي اټومي چارواکي وژل شوي دي.ایراني چارواکو بیا د خامنه يي د زوم او د انګور د وژل کېدو تایید کړی.تر دې مخکې دریو با خبره سرچینو د ایران دفاع وزیر امیر ناصرزاده او د انقلاب اسلامي ځواکونو د قوماندان محمد پاکپور د وژل کېدو خبر ورکړی وو.د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا له ان بي سي سره په خبرو کې ویلي تر کومه ځایه چې دی خبر دی د ایران رهبر علي خامنه اي او ولسمشر مسعود پزشکیان ژوندي دي.د ایران په بیلابیلو ښارونو باندې د شنبې له سهار وختي د امریکا متحده ایالتونو او اسراییلو ګډ بریدونه روان دي.ایران هم په ځواب کې په خپلو ګاونډیو خلیج هېوادونو کې د امریکا اډې او ځینې مراکز هدف ګرځولي.د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران سلګونه توغندیز او ډرون بریدونه په بریاليتوب دفع شوي.دې قومندانۍ په خپله اعلامیه کې ډاډ څرګند کړی چې د امریکايي پوځیانو د وژل کېدو یا ټپي کېدو هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی او امریکايي تاسیساتو ته رسېدلي زیانونه ډېر کم دي چې په عملیاتو یې تاثیر نه دی کړی.سنټکام ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې په ایراني اهدافو بریدونه پیل کړي څو د ایران د رژیم امنیتي جوړښت ړنګ او هغه سیمې چې بیړني ګواښونه حسابېدل لومړی هدف وګرځېدل.دا هدفونه د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د قوماندې او کنټرول مرکزونه، د ایران د دافع هوا تاسیسات، د ډرون او توغندیو سیمې او هوايي پوځي اډه یاد شوي.د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ویلي چې دا وار یې په ایران په بریدونو کې د لومړي ځل لپاره له «یو ځل او لږ مصرفه بریدګرو ډرونونو» څخه کار اخیستی.د اسراییلو پوځ هم شنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې په ایران کې یې په ۵۰۰ هدفونو هوايي بریدونه کړي.د بیان په اساس لږ تر لږه ۲۰۰ جنګي الوتکو دا حملې کړي چې دا د اسراییل د هوايي پوځ په تاریخ کې تر ټولو لوی بریدګر پروازي عملیات یادیږي.ایران بیا د اسراییلو او امریکا د دغو بریدونو په ځواب کې د سیمې په هېوادونو له هغې ډلې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین او کوېټ کې د ایران توغندي او ډرون بریدونه شوي.په دوبۍ کې یو لوکس هوټل د ایران د نسکور شوي ډرون د چرو د لګېدو په سبب اور اخیستی.په کوېټ کې لږ تر لږه ۱۲ کسان د ایران په ډرون بریدونو کې ټپیان شوي.د کويټ نړیوال هوايي ډګر هدف ګرځېدلی.بحریني چارواکو خبر ورکړی چې هلته د سیمې په کچه د امریکا د پوځ د سمندري ځواکونو اډه د ایران د یوه میزایل هدف ګرځېدلې.له سیمې په خپرو شویو ویډیوګانو کې دود هوا ته پورته شوی.قطر ویلي د ایران ټول توغندي یې نسکور کړي او د ځواب حق ځان ته محفوظ ګڼي.تر دې مخکې د ورځې په جریان کې په سعودي عربستان کې ریاض او د دغه هېواد ختیځ کې یوه سیمه هدف ګرځېدلې د سعودي کلک غبرګون یې پارولی.سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل هستوګنځی مارالاګو کې وضعیت له نږدې څاري.د سپينۍ ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړي.کارولین لیویټ په یوه جلا بیان کې وروسته لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د سعودي عربستان، قطر، متحده عرب اماراتو له مشرانو او د ناټو له سرمنشي مارک روته سره هم خبرې کړي دي.د بریدونو له پیل وروسته ولسمشر ټرمپ شنبه سهار په خپله پاڼه تروث سوشیال کې د ایران پوځیانو ته خبرداری ورکړی وو چې وسلې په ځمکه کېږدي که نه وبه وژل شي.