طالب چارواکي وايي، په خوست کې د پاکستان تازه بریدونو عام وګړي وژلي دي
د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د فبرورۍ پر ۲۸مه پر اېکس پاڼه په یو بيان کې دعوه کړې چې پوځ يې په افغانستان کې د عملياتو له پيل راهيسې ۳۳۱ افغان طالب وسلوال وژلي او تر ۵۰۰ زيات ژوبل دي.
