د طالبانو او پاکستان حکومتونو نښتو کې یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي
پر افغانستان د واکمنو طالبانو او پاکستان حکومتونو په تازه بریدونو او نښتو کې د یو بل سرتېرو ته د درنې مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د فبرورۍ پر ۲۶مه شپې مهال وویل چې د روانې میاشتې پر ۲۱مه او ۲۲مه یې پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د حملو د غچ اخیستو لپاره د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې په یوشمېر سیمو کې د پاکستانیو ځواکونو پر پوستو عملیات پیل کړي دي. تر دې وروسته د پاکستان حکومت د فبرورۍ پر ۲۷مه شپې ناوخته په کابل، پکتیکا او کندهار کې بمباري وکړه. ویډیويي رپورټ وګورئ.
