ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

بنو کې خلکو د ۲ وروڼو د وژلو او د درېیم د تښتولو ضد احتجاج کړی دی

0

په بنو کې ځايي خلکو تر هغې وروسته احتجاج کړی دی چې مخپټو وسلوالو په حسنخېلو کې درې وروڼه وتښتول او لږ ساعت وروسته یې دوه ووژل. مظاهرچیانو د فبرورۍ پر ۲۶مه په بنو کې د وژل شویو جنازه وکړه او بیا یې میرامشا ته پر تلونکي سړک له جسدونو سره احتجاج وکړ. پولیس وايي، درېواړه وروڼه د فبرورۍ پر ۲۵مه د تراویح لپاره جومات ته تللي ول چې له کینټ تاڼې سره نېږدې مخ پټي وسلوال ورغلل او له جومات سره یې نېږدې د خلکو مخې ته وتښتول.

پولیس او ځايي خلک وايي، په هغو کې دوه وروڼه د پولیسو سرتېري ول چې وسلوالو ووژل او مړي یې د بنو مروت کانال یا نهر په سیمه کې غورځولي او درېیم ورور، چې د بنو ډېوېژن د کمېشنر په دفتر کې کار کوي، د وسلوالو په ولکه کې دی. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سجاد خان وايي، د وسلوالو د نیولو هڅه کوي. ویډيويي رپورټ.