ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

د ډیورند په اوږدو کې د جګړې دوام، دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

0

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان د پوځ لږ تر لږه ۱۵ پوستې له منځه وړي دي.مجاهد د افغانستان کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دغو پوستو یوشمېر پوځیان وژل شوي، ځينې یې تښتیدلي دي او یو شمېر یې دوی ژوندي نیولي دي.مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " کونړ کې د دښمن ۴۰ سرتیري وژل شوي چې د ۱۳ جسدونه" دوی را انتقال کړي دي.د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم ویلي چې طالب پوله ساتو څو ځایه د دوی پر پوستو بریدونه کړي چې په وینا یې ( موثر ځواب یې ورکړی دی.دغه وزارت هم پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ادعا کړې چې د افغان لوري پوله ساتو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.دغه وزارت د طالبانو لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې جزییات نه دي ورکړيجګړه ماخوستن مهال ۸ بجې پيل شوه چې په ختیځ کې د طالبانو پوځي چارواکو د ( پراخو غچ اخیستونکو) عملیاتو نوم ورکړ.خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دا چې شپه ده او جګړه هم لرې پرتو سرحدي سیمو کې ده، نو ازادي راډيو هم په خپلواک ډول د مرګ ژوبلې ادعاوې نه شي تاییدولی.د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې دغه ( انتقامي) عملیات د دوی لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت له خوا رهبري کیږي.د شپې تر ۱۲ بجو هم د جګړو راپورونه خپریږي او معلومه نه ده چې دغه جګړه به تر څه وخته دوام کوي.پخواني معلومات په لاندې لینک کې ولولی: