ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

رضوان الله په لوبو کې د سرو زرو میډالونه ګټلي خو اوس مزدوري کوي

0
د خیبر پښتونخوا د باجوړ رضوان الله له ۱۰ کالو د مکس مارشل ارټ او جمناسټک لوبغاړی دی او د صوبې تر څنګ یې د پاکستان په کچه هم مهمې جایزې ګټلې دي. دی وايي د چارواکو له خوا د نه مرستې او مجبورۍ له امله اوس مردان ته کډه شوی او هلته د ډبرو په یو کارخانه کې مزدوري کوي. دی وايي له مزدوریو سره یې خپله لوبه هم جاري ساتلې ده. د مشال راډیو خبریال عظمت علي شاه ورسره غږېدلی دی.