ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

کواټ کې د یوې ډاکترې د وژنې ضد پرلت دوام لري

0
د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې د ډېوېژنل هېډکوارټر روغتون روغتیاپالانو د یوې ډاکترې تر وژنې وروسته پرلت ته دوام ورکړی دی. پولیس وايي چې ډاکتره مهوش د فبرورۍ ۲۲مې پر ماښام په هغه روغتون کې د دندې تر ختمولو وروسته کور ته روانه وه چې له روغتون سره نېږدې وسلوالو وویشته. د پېښې په غبرګون کې روغتیاپالانو د "ملګري ډاکترانو سازمان" او "ځوانو ډاکترانو ټولنې" په بلنه د فبرورۍ پر ۲۳مه د ډېوېژن په مرکزي روغتون کې کاربندیز پيل کړ. ځايي ولسي مشرانو د خلکو د اسانتيا لپاره له ډاکتران د کاربنديز ختمولو غوښتنه کړې ده، خو احتجاج کوونکي ډاکتران وايي چې د تورنو کسانو تر نيولو پورې به يې پرلت روان وي. ويډيويي راپور.