د پاکستان او بنګلادېش ترمینځ د مستقيمو الوتنو پیل د کراچۍ بنګالیان خوشحاله کړي
د پاکستان او بنګلادېش ترمینځ د مستقیمو الوتنو پیل په کراچۍ کې مېشت بنګالیان خوشحاله کړي دي خو ځینې یې وايي چې د اسنادو نه لرلو له امله نه شي کولای په بنګلادېش کې له خپلوانو سره يو ځای شي. د دواړو هېوادونو ترمینځ د جنورۍ په پای کې د شاوخوا ۱۴ کلونو تر ځنډ وروسته مستقیمې الوتنې پیل شوې. په کراچۍ کې دا مهال شاوخوا یو ميليون بنګالیان اوسېږي چې پکې د زیاترو لویه ستونزه پاکستاني اسناد نه لرل دي.
