راستنې شوې کورنۍ؛ په روژه کې له لوږې سره مخ یو
یو شمېر کډوالې کورنۍ چې له ایران او پاکستان افغانستان ته ستنې شوي وايي د روژې په میاشت کې د سختې بې وزلۍ او بې کارۍ له امله د پشلمي او روژه ماتي لپاره پوره خواړه شي برابرولي.
دغه کورنۍ وايي افغانستان ته له ستنېدو وروسته ورسره د حکومت او مرستندویه بنسټونو په ګډون هیچا مرسته نه ده کړې او اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
صابره، چې سږ کال له ایرانه افغانستان ته ستنه شوې وايي کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د روژې په رارسېدو سره د پیشلمي او روژه ماتي لپاره پوره خواړه نه لري.
نوموړې دوشنبه د حوت۴مه چې د روژې شپږمه ورځ ده ازادي راډيو ته وویل د شبرغان ښار په یوه کنډواله کې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره اوسیږي او تراوسه یې هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.
صابره وايي د کار نشتوالي او د ژوند د لګښتونو زیاتوالي یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
"خاوند مې هره ورځ د کار لپاره وځي خو کار نه ورته پیدا کېږي، موږ په داسې کور کې اوسیږو چې نه دروازه لري او نه چت د روژه ماتي لپاره هیڅ نه لرو چې ماښام رانږدې کیږي موږ انتظار کوو چې که څوک موږ ته خواړه راوړي، پیشلمی هم له وچې ډوډۍ او اوبو سره کوو ځکه بل هیڅ نه شو برابرولی".
نوموړې د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوې د څلور ماشومانو مور انیسه وايي له تېر نږدې یو کال راهیسي په پلازمینه کابل کې په یو کرايي کور کې اوسیږي خو د عاید د نشتوالي او بې کارۍ له امله د روژه ماتي او پیلشمي پر مهال تش دسترخوان ته ناست وي.
انیسه وايي د روژې له راتګ سره یې ستونزې لا زیاتې شوي دي.
"له پاکستانه تر راستنېدو وروسته بېکاري او د عاید نشتوالي زه له سختو ستونزو سره مخ کړې یم،که څه هم رمضان د صبر او برکت میاشت ده، خو موږ یې په اوښکو او اندېښنو تېروو، ماشومان تازه د روژې عمر ته رسېدلي دي، او په شوق روژه نیسي خو کله کله وږي پاتې کيږي، زه د یوې مور په توګه شرمیږم چې هیڅ پوره خواړه ورته نه شم برابرولی".
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM » ویلي ډېری راستنې شوې کورنۍ لا هم د سرپنا د نه لرلو په ګډون د محدودو امکاناتو له ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان د روژې له پیل سره په خپله اېکس پاڼه لیکلي جګړې، پرلپسې بحرانونو او اقتصادي ستونزو د کورنیو ورځنی ژوند سخت کړی او په روژه کې یې دوی له لا نورو ننګونو سره مخ کړي دي.
له دې نږدې لس ورځې وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي کمشنرۍ ویاند عرفات جمال له کابله په جینوا کې خبریالانو ته په یو انلاین ناسته کې د ستنو شویو کډوالو د دوامداره سونزو په اړه اندېښنه وښوده.
نوموړي د روان ۲۰۲۶ کال له پیله د فبرورۍ تر نیمایي پورې ۱۵۰ زره او په تېر ۲۰۲۵ کال ۲ عشاریه ۹ میلیونه افغان کډوالو له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
یو این ایچ سي ار له دې مخکې ویلي وو چې ایران او پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ډیپورټ لړۍ چټکه کړې ده.
که څه هم د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې له ایران او پاکستانه راستنو شویو افغانانو ته به مالي مرسته، سرپناه، خوراکي توکي او روغتیايي خدمات برابر کړي، خو راپورونه ښيي چې ګڼو کورنیو لا هم پوره مرسته نه ده ترلاسه کړې او له سختو اقتصادي ستونزو، د خوړو له کمښت او د ژوند د اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر فیلیپوګراندي مخکې خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د جبري ستندولو نوې څپې ډېر کسان له اړین ملاتړ بې برخې کړي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې د طالبانو د حکومت د ځانګړي کمېسیون د معلوماتو له مخې یوازې شنبه د حوت ۲مه نږدې ۳۵۰۰ افغان کډوالو له بیلابیلو لارو څخه له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
