ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28

هغه ۲۱کلن ځوان وژل شوی چې غوښتل يې په مارالاګو کې د ټرمپ استوګنځای ته داخل شي

0

په امریکا کې د قانون د تنفیذ چارواکي وايي، هغه سړی يې په ډزو وژلی چې غوښتل يې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مارالاګو استوګنځای ته په غیرقانوني توګه ننوزي.رویترز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي،"دغه کس استین تاکر مارتین نومیږي او ۲۱کلن دی".د رویترز په ټکو، تاکر چې د شمالي کارولینا څخه دی، د یکشنبې په غرمه يې غوښتل د فلوراید ایالت په پالم بیج کې د ولسمشر ټرمپ استګنځای ته داخل شي.هغه مهال ټرمپ په واشنګټن کې و.تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده او د پېښه په اړه څیړنې روانې دي.له دې وړاندې په ۲۰۲۴کال کې دوه ځلې پر ولسمشر ټرمپ د ورته بریدونو هڅه شوې وه.