ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28

د نزاکت خان کورنۍ د پاکستاني بمباریو قرباني؛ په بهسودو کې ۱۸ ملکیان وژل شوي

0

د طالبانو حکومت تاییدوي چې د پاکستان د پوځ په هوايي حمله کې ننګرهار ولایت کې لږ ترلږه اتلس اوسېدونکې وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

دا حمله چې د شنبې ماخوستن ناوخته «کب دویمه» شاوخوا دولس بجې د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ په سیمه کې شوې پکې د یوې کورنۍ نږدې ټول غړي وژل شوي.

د پېښې قربانیان او عیني شاهدان وايي یو شمېر قربانیان خاورو ته سپارل شوي او ځینې تراوسه تر خاورو لاندې دي.

نزاکت د قربانیانو د دې کورنۍ یو غړی دی چې د کورنۍ د ۱۳ غړو جسدونه یې له خاورو رایستل شوي خو د دوه زامنو، یو ورور او دوو وریرونو جسدونه یې لا هم ورک دي.

ده یکشنبه سهار مهال ازادي راډیو ته وویل:

«د شپې دولس بجې وې چې دا حمله وشوه، زه خپله خونه کې وم، او ښځه مې راسره وه، چې راووتم، یوه ترورو مې راوویسته، زوی مې راغږ کړو چې ما هم پورته که، هغه ټپي وو، دلته خوا کې مې د پلار خونه وه، هغه سره زما اولادونه هم وو، اخواته مې د ورور کوټه وه هغه سره هم خپله میرمن او اولادونه وو.»

هغه زیاته کړه:

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد هم یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اتلس غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

«د ښځو او ماشومانو په ګډون اتلس کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي، د ۱۳ شهیدانو جسدونه له خاورو راویستل شوي او تدفین یې هم وشو خو د ۵ نورو کسانو جسدونه لا هم ورک دي او امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي یې د راپیدا کولو هڅه کوي.»

نوموړي دغه شان وویل چې د پاکستان هوايی ځواکونو دغه شان د ننګرهار په خوږیاڼیو او غني خیلو کې هم هوايي حملې کړي چې په خوږیاڼیو کې له امله دوه تنه ټپیان شوي او په غني خیلو کې یو کور زیانمن شوی دی.

د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي په حمله کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او په هیڅ ډول سیاسي فعالیت یې کې لاس نه درلود.

د پېښې یو عیني شاهد راز ولي ازادي راډیو ته وویل:

«د شپې نږدې دولس بجې وې چې جیټ الوتکو دا بمبارد وکړو، وروسته اعلان وشو چې د شراکت کور بمبارد شوی ټول راووځئ، بیا موږ راغلو، څلور کسان مو له خاورو راوویستل چې له بده مرغه شهیدان شوي وو، وروسته مو بیا سکواټر راوغوښتلو چې نور جسدونه هم راوباسي.»

د سیمې اوسېدونکي وايی په وژل شویو کې تر ټولو کشر یو کلن محمد او تر تر ټولو د ډیر عمر لرونکی د کورنۍ مشر اتیا کان شهاب الدین و.

دوی دغه شان وویل چې په وژل شویو کې یوولس تنه تر پنځلسو کلونو کشران ماشومان او پاتې یې میرمنې او نارینه دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ویلي چې پاکستاني هوايي ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په ګډون په پکتیکا کې هم ملکیان په نښه کړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په سهار «حوت دریمه» دا بریدونه د افغانستان د هوایي حریم نقض بللي او د «مناسب او حساب شوي» ځواب خبرداری یې ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې بریدونه پر یوې مدرسې او ګڼو ملکي کورونو شوي دي.

د پکتیکا یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې د برمل په مارغه سیمه کې پر یوې دیني مدرسې او د حوت د دریمې نېټې د شپې په دوو بجو په ارګون کې په یو زاړه کور هوایي برید شوی دی.

د سرچینې دې دواړو بریدونو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په مجموعي ډول په ټولو بریدونو کې د وژل شویو او ټپیانو دقیق رقم نه دی اعلان کړی او نه یې د خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه ویلي دي.

ها خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو د پاکستاني طالبانو او د هغوی اړوند ډلو او داعش خراسان څانګې په اووه د دوی په خبره ترهګریزو کمپونو او پټنځایونو بریدونه کړي دي.

دا حمله داسې مهال شوې چې تازه شنبه د حوت دوهمه د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پوځیانو په یو ځانمرګي برید کې د پوځ د یو لوړپوړي افسر په ګډون دوه تنه ووژل شول.

له دې وړاندې په باجوړ او دغه شان اسلام اباد کې ځان مرګو بریدونو مرګ ژوبله اړولې وه او مسولیت یې تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې منلی وو، هغه ډلې چې پاکستان دعوه کوي ریښې یې په افغانستان کې دي، خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

په وروستیو کې یو وار بیا د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ظاهرا ترینګلې شوي دي.

دغه هیواد د تېر میلادي کال د اکتوبر په نهمه په کابل، پکتیکا او ننګرهار کې او د نومبر په ۲۵ مه په خوست او پکتیکا کې هوايي حملې وکړې چې د طالبانو حکومت دې بریدونو کې هم ملکیانو ته د ځاني او مالي تاوانونو د اوښتلو راپورونه ورکړل.

د یادونې ده چې د اکتوبر میاشتې تر برید ورسته بیا د طالب او پاکستاني پوځیانو تر منخ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سختې او پرلپسې نښتې هم وشوې چې دواړو لوریو یو بل ته د تلفاتو د اوښتلو ادعاوې درلودې.

له دې نښتو یعنې د اکتوبر له یوولسمې راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره تړل شوي دي.