ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28

پر کیف د روسیې تازه برید، یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي

0

پر اوکراین د روسیې په تازه هوایي برید کې یو تن وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون ۸ تنه ټپان شوي دي.د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن یکشنبه ( د کب ۳مه) ویلي، پر کیف د دغه برید اصلي هدف د انرژۍ تاسیسات وو.هغه ویلي چې تیره شپه روسیې پر اوکراین ۳ سوه ډرون وسلې او ۵۰ توغندي توغولي دي.زلنسي ویلي، مسکو دا مهال د ډيپلوماسۍ پر ځای پر جګړې ډېره پانګونه کوي.د امریکا په نوښت په اوکراین کې د روسیې د جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي، خو تراوسه یې عملي پایله نه ده ورکړې.