ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28

بادغیس کې خونړۍ ترافیکي پېښه، ۹ تنه مړه او ۳۵ ژوبل دي

0

په بادغیس کې په یوه ترافیکي پیښه کې نهه کسان مړه شوي دي.په بادغیس کې د طالبانو امنیه قومانداني په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پیښه نن یکشنبه ( د کب ۳مه) له غرمې مخکې د قلعه نو ښار په سبزک سیمه کې رامنځته شوې.د اعلامیې له مخې، د هرات څخه بادغیس ته روان یو ۳۰۳ مسافر وړونکی بس له سړک څخه ووت، چې له امله یې نهه مسافر مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.د دوی په وینا، ښځې او ماشومان په قربانیانو کې شامل دي، او د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.د شنبې په ورځ، د بدخشان ولایت په تاشکان ولسوالۍ کې د سیند په غاړه د موټر د چپه کیدو له امله پنځه کسان مړه شول.دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) په دې وروستیو کې ترافیکي پیښې د مخنیوي وړ ناورین او په افغانستان کې د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه بللې دي.