ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28

د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: د پښتو ژبې تاريخ او ننګونو ته کتنه

0
د فبرورۍ ۲۱مه هر کال د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. کله چې د پاکستان تر خپلواکۍ يو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې حکومت اردو د هغه هېواد د يوازينۍ ملي ژبې په توګه اعلان کړه نو د هغه وخت په ختيځ پاکستان يا اوسني بنګلادېش کې ولس د دې ګام مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې هلته زياته ويونکې ژبه بنګالي دې هم ملي ژبه وګرځول شي. وروسته د ۱۹۵۲ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه چې کله د ډاکا پوهنتون زده کوونکو مظاهره کوله نو پوليسو ډزې ورباندې وکړې چې پکې پينځه زده کوونکي ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. د مورنۍ ژبې ارزښت او د مظاهرې قربانيانو ته د درناوي په توګه ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹ز کال کې د فېبرورۍ ۲۱مه د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله. احمد شاه اعظمي په دې راپور کې د همدې ورځې په تړاو د پښتو ژبې تاريخ، اوسني حالت او ننګونو ته کتنه کړې ده.