شریف له روبیو سره د "مهمو معدنیاتو پر وده" او "ترهګرۍ ضد همکارۍ" غږېدلی دی
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو ورسره غږېدلی دی.د نوموړي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۲۰مه پر اېکس د روبیو مننه کړې او لیکلي یې دي چې اسلام اباد له واشنګټن سره خپلو اوږدمهاله اړیکو ته ارزښت ورکوي.
ډار زیاتوي چې له امریکايي چارواکو سره پر سوله، "ترهګرۍ ضد همکارۍ" او د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پرخوالو په اړه د "بامعنا بحثونو" ستاینه کوي.
تر نوموړي مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د فبرورۍ پر ۱۹مه پر اېکس له شریف سره د ملاقات په اړه لنډ بیان خپور کړی وو.
روبیو لیکلي، په غزې تړانګه کې د سولې لپاره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پلان د ملاتړ او په "سولې بورډ" کې د شاملېدو پر سر د شریف ستاینه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې له پاکستاني وزیراعظم سره یې په ناسته کې "د مهمو معدنیاتو د ودې په اړه د دوه اړخیزه ستراتیژیکو اړیکو او د ترهګرۍ ضد" هڅو پر "ارزښت" خبرې وکړې.
تر دې مخکې شهباز شریف د فبرورۍ پر ۱۹مه په واشنګټن کې " د سولې بورډ" په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړ.
د فرانسې خبري اژانس وايي چې ټرمپ د بورډ لومړۍ غونډې ته په وینا کې د هغې نوې ادارې لپاره "۱۰ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالر" اعلان کړل.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ وروسته خبریالانو ته وویل چې قطر، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو هم لږ تر لږه یو ارب ډالره ورکوي او په ټولیز ډول نورو هېوادونو د ۶.۵ اربه ډالرو ورکولو ژمنې کړې دي.
ټرمپ دا و نه ویل چې هغه پیسې به چېرې لګوي او ایا کانګرس د بورډ لپاره هغه پیسې تایید کړې دي او که نه.
اژانس داراز وايي چې بېلابېلو هېوادونو په غزې کې د سوله ساتنې او ثبات لپاره د سرتېرو استولو ژمنې هم وکړې.
د فرانسې خبري اژانس او رويټرز وايي چې ځينې هېوادونه د هغه بورډ د غړيتوب په اړه احتياط کوي. اخوا امريکا وايي چې تر ۲۰ زيات هېوادونه ورسره په بورډ کې شامل شوي دي.
د ولسمشر ټرمپ "د غزې د پلان" له مخې، هغه بورډ د غزې تړانګې د لنډمهالې ادارې څارنه کوي خو نوموړي وروسته اعلان وکړ چې دا بورډ به د نړيوالو شخړو د حل لپاره هم پراخوي.
