م.م. د مصنوعي ځیرکتیا لپاره یو پلاوی جوړ کړ
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یې یو نوی پلاوی جوړ کړی، تر څو پر ټکنالوژۍ د انسان کنټرول پیاوړی کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د هند په نوې ډیلي کې یوې غونډې ته وویل چې نړۍ په ډېر چټک ډول نامعلومې خوا ته روانه ده او اړتیا ده چې د وېرې او احساساتو پر ځای واقعیتونو ته پام وشي.
هغه زیاته کړه چې د «مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال علمي پلاوي» لپاره ۴۰ غړي ټاکل شوي دي. د هغه په وینا، علمي مدیریت کولی شي دا ټکنالوژي لا خوندي او عادلانه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا له ګټو سره سره، ځینې جدي اندېښنې هم شته، لکه د کارونو له منځه تلل، آنلاین ناوړه ګټه اخیستنه او د برېښنا لوړ مصرف.
ټاکل شوې ده چې د نړۍ مشران به نن د ملګرو ملتو تر چتر لاندې د نوې ډیلي د مصنوعي ځیرکتیا د غونډې په پای کې د دې ټکنالوژۍ د خطرونو او فرصتونو په اړه خپل ګډ دریځ وړاندې کړي.
