ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

پاکستان کې د مياشت ليدلو مرکزي کمېټۍ د فبرورۍ ۱۹مه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

0

په پاکستان کې د مياشتې ليدلو سرکاري مرکزي کمېټۍ اعلان کړی دی چې د فبرورۍ پر ۱۹مه به په هغه هېواد کې لومړۍ روژه وي.

د روژې مياشتې ليدلو لپاره د هغې کمېټۍ رسمي غونډه د فبرورۍ پر ۱۸مه په پېښور کې وشوه چې مشري يې د پاکستان د مياشتې ليدلو مرکزي کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبير ازاد کوله.

ازاد د غونډې په پای کې وويل چې د خيبر پښتونخوا په ګډون يې د پاکستان له بېلا بېلو سيمو د روژې مياشتې ليدلو د لسګونو شهادتونو تر لاسه کولو وروسته د روژې اعلان وکړ.

تر دې وړاندې، د امريکا، اروپا، عربي هېوادونو او افغانستان په ګډون د پاکستان په ځينو قبايلي سيمو کې د فبرورۍ پر ۱۸مه د روژې لومړۍ ورځ وه.

سعودي عرب او يو شمېر نورو عربي هېوادونو د فبرورۍ پر ۱۷مه د روژې میاشتې لیدلو اعلان وکړ او زياته يې کړه چې د فبرورۍ پر ۱۸مه به لومړۍ روژه وي. دا ورځ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د روژې يا رمضان میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري.

تر هغه وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت سترې محکمې (سپريم کورټ) هم د فبرورۍ پر ۱۷مه اعلان وکړ چې د هغه هېواد له يوشمېر سيمو يې د روژې مياشتې ليدلو شهادتونه تر لاسه کړي نو د روژې لومړۍ ورځ به د فبرورۍ پر ۱۸مه وي.