ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

ایران او روسیه ګډ پوځي تمرینات ترسره کوي

0

ایران له روسیې سره په عمان سمندرګي ګډ پوځي تمرینات ترسره کوي.ایراني رسنیو د دې هېواد د سمندري ځواکونو قومندان حسن مقصودلو په حواله لیکي،"دغه پوځي تمرینات به سبا پنج شنبې پیل شي".له دې وړاندې، د ایران سپاه پاسدارانو ځواکونو په هرمز تنګي کې پوځي مانورونه ترسره کړې وه.ایران او روسیه په داسې حال کې ګډ پوځي تمرینات ترسره کوي چې امریکا متحده ایالاتونو دوه الوتکې وړونکې بیړۍ منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړې دي.امریکايي چارواکو ویلي،" که چیرته له ایران سره مذاکرات بریالي نشي، د جګړې احتمال شته".ظاهرا د دغو پوځي تمریناتو موخه د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي جګړې لپاره امادګي ده.له دې مخکې د "ابراهام لینکلن" په نوم الوتکې وړونکې بیړۍ د هرمز تنګي په سویل کې د امریکا د متحده ایالاتونو د قومندانۍ مرکز ته نژدې ځای پر ځای شوې وه.