ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

دافغانستان د برېښنا شرکت له ایران سره د برېښنا تړون د ۱۴۰۵لمریزکال لپاره تمدید کړ

0

دافغانستان د برېښنا شرکت له ایران سره د برېښنا د پیرودلو تړون، د ۱۴۰۵لمریزکال لپاره تمدید کړ.دغه تړون نن چهارشنبې د (فبروري۱۸مه) د دغه شرکت د مشر عبدالحق عمري او ایراني چارواکو ترمنځ په تهران کې لاسلیک شو.طالبانو د دغه تړون د تمدید په اړه نور جزیات ورکړي نه دي.د عمري په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی دی.دغه شرکت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، "ایراني چارواکو سره د وارداتي برېښنا او د انرژۍ لیږد بنسټونو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې".افغانستان د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه برېښنا واردوي.یوازې پلازمینه کابل زر مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې برېښنا شرکت يې یوازې د ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلوواټه وړاندیز کولی شي، چې ډېره برخه یې له ازبیکستان او تاجکستانه وارداتي برېښنا ده.د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان ته په کال کې د ۵۰۰۰ مېګاواټه برېښنا اړتیا ده، خو اوس مهال افغانستان یوازې شاوخوا ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا لري چې له دې څخه ۳۵۰ تر ۴۰۰ مېګاواټه له کورنیو سرچینو برابرېږي.