جېنېوا کې د ایران او امریکا د غیر مستقیمو خبرو دویم پړاو پای ته رسېدلی
د ایران دولتي خبري اژانس لیکي چې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د امریکې او ایران ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو دویم پړاو د فبرورۍ پر ۱۷مه په جېنېوا کې پای ته رسېدلی دی.د مشال راډیو اېرانۍ څانګه (راډیو فردا) د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په حواله لیکلي دي چې د تهران او واشنګټن ترمینځ خبرې ګټورې وې. عراقچي له مذاکراتو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت دولتي تلویزون ته وویل، "د تړون پر لاره سفر پیل شوی دی خو منزل ته به ښايي زر ونه رسېږو."
نوموړي په دې اړه هم څه معلومات ورنه کړل چې د خبرو بل پړاو به کله او چېرته ترسره شي؟
د عمان په درېیمګړیتوب دا مذاکرات د ایران او امریکې ترمینځ د تهران د جوهري پروګرام پر سر جوړې شوې لانجې ته د یوې حل لارې د موندلو لپاره ترسره کېږي.
په جېنېوا کې دا خبرې پر داسې مهال ترسره شوې دي چې امریکا په پرله پسې توګه د عربو سمندر ته د ځواکونو او جنګي بېړیو لېږلو ته دوام ورکوي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۶مه په یو بیان کې ویلي وو، که د ایران د اټومي پروګرام پر سر د معاملې نه ترسره کېدل به پوځي برید ته لاره هواره کړي. نوموړي ویلي وو، فکر نه کوي چې ايران به هغه پایلې وغواړي چې له واشنګټن سره د يوې موافقې نه کولو په صورت کې مخې ته راتللی شي.
تر هغې وروسته د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د فبرورۍ پر ۱۷مه په تهران کې د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې د امریکا له خوا پوځي خطر رد کړ. هغه وویل، ایران دا وړتیا لري چې د ده په وینا، د کور په دروازه کې ورته درول شوې د امریکا جنګي بېړۍ ډوبې کړي.
نوموړي د ایران توغندیو ته په اشاره ویلي، تر دې بېړیو خطرناکې هغه وسلې دي چې دا بېړۍ د سمندر تل ته رسولای شي.
