ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

سراج الحق وايي له طالبانو سره وروستیو ملاقاتونو ورته "امېد" ورکړی دی

0
د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج الحق وايي، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ بندېدو ولسونو ته لوی زیان رسولی دی نو ځکه د لارو ژر بیاپرانیستو هڅې اړینې دي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې په وروستیو کې کابل ته تللی وو او هلته یې د طالبانو له یوشمېر وزیرانو او چارواکو سره ولیدل. سراج الحق وايي، له هغوی سره ملاقاتونو ورته یو "امېد" ورکړی دی او ګوند یې له طالبانو سره د پاکستان د تعلقاتو ښه کولو هڅه کوي. نوموړي په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې د دواړو خواوو تعلقات سمول او سوداګري بحالول اړین دي. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر لارې د تجارت او خلکو تګ راتګ پرمخ تړلې دي. سراج الحق په خپلو خبرو کې د روانې ناامنۍ په اړه هم وغږېد او و یې ویل چې په پاکستان کې د حکومت پرضد وسلواله مبارزه جایزه نه ده. له سراج الحق سره بشپړه مرکه وګورئ.