ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د عمران خان پلویانو له پېښور څخه پنجاب ایالت ته تلونکې لارې تړلي دي

0

د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند غړو او د عمران خان پلویانو له پېښور څخه پنجاب ایالت ته تلونکې لارې تړلي دي.د دغه ګونډ غړو له حکومته غوښتي چې پخوانی صدراعظم او د دغه ګوند بنسټګر عمران خان په روغتون کې بستر کړي.د راپورونو له مخې، د ناورغۍ له کبله د عمران خان د یوې سترګې دید خورا کم شوی دی.درې ورځې کیږي چې د عمران خان پلویانو په ډېره اسماعیل خان، کواټ او اټک کې پنجاب ته تلونکې ټولې لارې د تګ راتګ په مخ تړلي دي.د دغو اعتراضونو له کبله زرهاوو موټرې په لارو کې بندې پاتي دي.د راپورونو له مخې، د عمران د سترګې د درملنې په موخه د داکټرانو یو ټیم زندان ته ورغلی دی.د پاکستان سترې محکمې د فبرورې په ۱۲مه امر کړی و چې د داکټرانو یو ټیم دې د عمران د درملنې په موخه زندان ته لاړ شي او عمران ته دې اجازه ورکړل شي چې له خپلو اولادنو سره ټیلفوني اړیکه ونیسي.عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې د درغلېو په ګډون په یو شمیر قضیو کې تورن پیژندل شوی دی چې په ۱۴کلونو بند محکوم شوی دی.عمران بیا په ځان لګیدلي د درغلیو ټولو تورونه سیاسي بللي دي.