نن د راډیو نړیواله ورځ ده؛ ګڼ افغانان لا هم معلومات او خبرونه له راډیو اوري
نن د فبروري ۱۳ مه، د راډیو نړیواله ورځ ده.دا ورځ د ملګرو ملتونو د ښوونېز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له خوا په ۲۰۱۱ کال کې نومول شوې ده.د ګڼو افغانانو لپاره راډیو لا هم د خبرونو او معلوماتو اساسي سرچینه ده.افغانستان کې لا هم ۲۰۰ راډیوګانې فعالیت کوي.د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونې راډیوګانې د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله بندې شوي.
