متقي: له تاجکستان سره خورا ښه اړیکي غواړو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د دوی حکومت له تاجکستان سره پراخو او ښو اړیکو ته ژمن دی.
امیرخان متقي دا خبره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفې سره د کتنې پرمهال وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې د تاجکستان سفیر ښاغلي شریفي وویل چې هیواد یې د دواړو هیوادونو پر ګډه پوله د یوشمیر اقتصادي پروژو د پلي کیدو پروګرامونه لري او غواړي چې اقتصادي اړیکي پراخ شي.
د افغانستان په شمال کې د طالبانو اړیکي له ترکمنستان او ازبکستان سره ښې دي او له تاجکستان سره هغسې نه دي، ځکه چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، له تاجکستان سره پر پوله څو ځله وسله والې نښتې شوې دي چې وروستۍ یوه یې دوې اونۍ مخکې وشوه چې په ترڅ کې یې د تاجکستان د چارواکو په وینا درې افغانان چې قاچاق یې لیږداوه ووژل شول.
