عقیل یوسفزی: ګڼ بنګلادېشي ځوانان په انتخاباتو کې رایې کاروي
په بنګلادېش کې د فبرورۍ پر ۱۲مه تر سخت امنیت لاندې پارلېماني انتخابات او په ایین (اساسي قانون) کې د بدلون په موخه ټولپوښتنه روانه ده. پېښور مېشتی خبریال عقیل یوسفزی، چې د انتخاباتي بهیر په اړه د خبریالۍ په موخه په ډاکه کې دی، مشال راډيو ته وايي چې د هېواد ځوانان په ځانګړي ډول په انتخاباتي بهیر کې ونډه لري او فعال دي. دا د ۲۰۲۴ز کال په اوړي کې تر خونړیو مظاهرو وروسته د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد له ګوښه کېدو راهیسې لومړۍ ټولټاکنې دي چې پکې د هغې پر ګوند عوامي لیګ بندیز لګېدلی دی. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
