ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

سهېل اپرېدی: چارواکو د کورنۍ له خبرولو پرته عمران خان روغتون ته لېږدولی

0
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدی وايي، د راولپېنډۍ اډیالې زندان چارواکو تېره میاشت د تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان تر هغې وروسته روغتون ته ولېږداوه چې د هغه د سترګو دید خورا کم شو. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د مشال راډيو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د زندان انتظامیې د خان شخصي ډاکتران او کورنۍ نه وه خبره کړې. د اډیالې زندان انتظامیې لا د اپرېدي د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي. اپرېدي د بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که موقع برابره شي نو د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره افغانستان ته جرګې استولو ته تیار دی. موږ له نوموړي څخه په پیل کې د خان د روغتیا او بیا د تیرا د بې کوره شویو د وضعیت په اړه پوښتلي دي. د ځواب لپاره ویډیو وګورئ.