ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

یوناما: "اجازه ورکړئ چې افغان نجونې زده کړې وکړي!"

0

نن چهارشنبې د فبرورۍ یولسمه "ښځې او نجونې په ساینس کې" نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال په نړۍ کې لمانځل کیږي چې نن په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرزده کړې د بندیز ۱۶۰۷ ورځې پوره شوې. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، له څه باندې څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې نجونې او ښځې له زده کړو او کارڅخه منع شوي چې دې محرومیت نه یوازې هغوی په ټولنیز ژوند کې څنډې ته کړي بلکې د هیواد د پرمختګ او اوږدمهاله سوکالۍ پروړاندې یې جدي خنډ رامنځته کړی.

یوناما د دې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې چې پرخپله ایکسپاڼه یې خپورکړی ویلي، په داسې حال کې چې موږ دا ورځ لمانځو په افغانستان کې له دولس کلنو د لوړعمر نجونې له ښوونځي څخه منع شوي او زیاتوي، په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې فرصت له لاسه وتلی او له ښځو او نجونو پرته د هر مهم سکټور راتلونکې تیاره ده. یوناما له واکمنو چارواکو(طالبانو) غواړي چې دغه بندیز لغوه کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسیدو یوه میاشت وروسته د سپټمبر په اتلسمه د منځنیو او ثانوي زده کړو ښوونځي یوازې د هلکانو پرمخ پرانستل او نجونې یې په کور کښینولې.

یوناما وایي، هماغسې چې په علومو کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده، دا چاره همدارنګه د داسې راتلونکې د جوړولو لپاره چې ټکنالوژي او مصنوعي څیرکتیا پکې د نړۍ د سوکالۍ لپاره د بنسټیز عنصر په توګه عمل کوي، هم حیاتي ارزښت لري. یوناما په دې بیان کې خپله مهمه غوښتنه بیا تکرارکړې" اجازه ورکړئ چې افغان نجونې زده کړې وکړي!"

په افغانستان کې ملیونونه نجونې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې دې ته منتظرې دي چې کله به یې پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانستل شي. د طالبانو حکومت هغه مهال اعلان وکړچې د نجونو ښوونځي به تر امرثاني پورې تړلي وي ترڅو د نجونو د زده کړې لپاره لازم چاپیریال رامنځته کړي خو په داسې حال کې د طالبانو پر امرثاني څه باندې څلورکاله اوړي، نه د دې څرک لګیږي چې طالبان به کله داکارکوي او نه یې هم دې موده کې زیات جزیات ورکړي چې ایا ښوونځیو ته د نجونو د بیرته پریښودو پر پروسې کارروان دی او کنه؟

دغه وضعیت ډیرې نجونې پر ناهیلۍ سربیره له رواني او نورو ټولنیزو ستونزو سره مخ کړي دي.

شبانه نوري چې د نجونو پرزده کړې د طالبانو له لوري د بندیز په مهال په لسم ټولګي کې وه او زده کړې یې نیمګړې پاتې شوي وایي،

" واقعاً چې دا په هرې افغان نجلۍ باندې ډیره په سختۍ تیریږي خو شکر الحمدالله زموږ په نجونو او میرمنو کې دومره همت شته چې د ځان لپاره یې داسې مصروفیتونه پیداکړي چې په هغو سره وکولای شي هغه خپل ذهن فعاله وساتي. زه تراوسه له شمیر ټولګیوالو سره اړیکه لرم، احوال ترې لرم خو بیا هم کله کله چې موږ خبرې کوو همدغه وایي چې ای کاش کولای مو شوای، حد اقل یوه ورځ بیا ښوونځي ته ولاړشو، یوه ورځ بیا په ښوونځي کې یوبل ووینو. اوس موږ ټولې لویې یو، غټې شوې یو، هریوه اوس صلاحیت لري دباندې لاړه شي، چکر ووهي، خو موږ چې کله غواړو چکرته ووځو بیا هم غواړو مکتب ته لاړشو. ان د چکر ورځ هم غواړو په مکتب کې تیره کړو، موږ دومره په خپل ښوونځي پسې تږې شوې یو او وږې شوې یو."

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش "ښځې او نجونې په ساینس کې" د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې په ساینس کې برابري اړینه ده، په ساینس کې د ښځو او نارینه وو مساوي ګډون د بشریت د پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري.

په تیرجمهوریت کې د پوهنې د وزارت مرستیال ابراهیم شینواری هم په ساینس او تکنالوژۍ کې د ښځو رول ډیرمهم بولي او وایي،

" نجونې او ښځې یوازې د ټولنې نیمه برخه نه بلکې نیم ځواک او نیمه راتلونکې ده. نړیوالې تجربې ښیي چې هرهغه ځای کې چې نجونو د زده کړې او کار فرصت ورکړل شوی، هلته پرمختګ چټک، کورنۍ سالمې اوټولنې باثباته شوې دي. نن د نړۍ شاوخوا څلویښت سلنه کاري ځواک ښځې جوړوي. د روغتیا او ښوونې د برخې ډیری کارکونکې ښځې دي او په لوړو زده کړو کې د نجونو ونډه له هلکانو سره برابره او یا ترې زیاته ده. د ښځو زده کړه د میندو مړینه راکموي او اقتصادي ستونزو ته حل لارې پیدا کوي."

په عین حال کې د کابل پوهنتون پخوانی ریس حمیدالله فاروقي وایي لکه څرنګه چې دیني علوم پرټولو فرض دي عصري علوم هم فرض دي.

" خدای تعالی خپله عالم دی، دنیا یې خلق کړې، دنیا په دغه مغلقیت په دغه حالت سره چې کهکشان ده او کاینات دي، دا ټول یې خلق کړي، نو داچې په فزیک، کیمیا او ساینس، ریاضي او دا شیانو باندې اګاه نه وي او علم ونه لري نودا څنګه ممکن ده چې دغه لاسته راوړنې ولري."

د ملګروملتونو سرمنشي همدارنګه ویلي چې له ساینس څخه د ښځو ایستل د نړۍ وړتیا چې د اقلیم بدلون، عامه روغتیا او نورو مهمو ننګونو ته حل لارې مومي، کمزورې کوي.

ګوتیریش ټینګارکړی چې باید ډاډ ترلاسه شي چې هره نجلۍ وکولای شي خپله راتلونکې په ساینس او ټکنالوژۍ کې وویني، او هره ښځه وکولای شي په خپل مسلک کې وده او بریا ترلاسه کړي.