ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

کور په کور د پولیو واکسینو کمپاین درولو پریکړې په پولیو د ماشومانو د اخته کیدو خطر لوړ کړی دی

0

په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین د تازه کمپاین له پای ته رسېدو سره همهاله «پولیو څخه د پاک افغانستان» په نوم بنسټ اعلان کړی چې دې هیواد کې تر پنځه کلونه کم عمره ماشومان د پولیو د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخ دي.

دغه سازمان سې شنبه دسلواغلې یا دلوې په ۲۱ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغو ماشومانو د معافیت کچه ټیټه ده، او له همدې امله اړینه ده چې د واکسین په ټولو کمپاینونو او دغه راز له یو ځای بل ته د تګ پر مهال واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان په اتلس ولایتونو کې د پولیو واکسین پیل شوی څلور ورځنی کمپاین پای ته ورسېده.

که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې په دې دوره کې به له پنځه کلونو کم عمره له اوه میلیونه ډېر ماشومان واکسین شي خو د افغانستان د ځینو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي ماشومان له واکسین کولو پاتې شوي دي.

د لوګر د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل تر اوسه هم د دوی سیمې ته واکسناتوران نه دي ورغلي:

"زموږ ساحه ډېره لیرې ده او ماشومان هم دلته په کلي کې زیات دي، خو تراوسه موږ ته واکسیناتوران نه دي راغلي، دلته نورې روغتیايي اسانتیاوې هم نشته، موږ واکسین ته ډېره اړتیا لرو، ځکه زموږ ماشومان په ژمی کې ډېر ناروغان کیږي."

د بادغیس د بالا مرغاب ولسوالۍ یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل ته وویل د دوی ماشومان ځکه له واکیسنونو پاتې کیږي چې اوس مهال د طالبانو حکومت کور په کور د واکسین کولو اجازه نه ورکوي او ډېر شمېر خلک خپل ماشومان جوماتونو او مرکزونو ته نه شي وړلاې:

"مخکې به واکسین ډېر ښه وو، واکسیناتورانې به میرمنې وې او موږ به په ډېر ډاډه زړه خپل ماشومان وروستل، اوس نه نجونې واکسیناتورانې شته او نه هم کور په کور واکسین، ډېر وخت خلک خپل ماشومان جوماتونو ته نه وړي له همدې امله یې ماشومان له واکسین پاتې کيږي، ښه ده چې یو وار بیا کور په کور واکسین پیل شي."

یو شمېر واکسیناتوران هم وايي چې د کور په کور واکسین کولو پر مهال له دوی هیڅ ماشوم بې واکسینه نه پاتې کېده خو په تېر کمپاین کې که څه هم دوی پوره هڅه وکړه چې ماشومانو ته واکسین ورسوي، خو بیا هم په ځینو سیمو کې ستونزې موجودې وې.

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ یوه واکسیناتور د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"زه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې واکسناتور یم، دلته واکسین په ښه شکل تطبیق شول، یو څه ستونزې وې، مثلا د وزیرو په ځینو سیمو کې خلکو خپل ماشومان جوماتونو او مرکزونو ته نه راوستل له دې امله له واکسین پاتې شول، خو په ټوله کې دا کمپاین ډېر ښه وو او موږ ډېر کوشش وکړو چې خلک خپل ماشومان واکسین کړي"

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د پولیو واکسین کور په کور تطبیق بند کړ او پرېکړه یې وکړه چې تر دې وروسته به واکسین جومات په جومات او یا د کلیو په ځانکړو ځایونو کې ترسره کیږي.

د طالبانو تر دې پرېکړې وروسته د روغتیا نړیوال سازمان "WHO"خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د کور په کور پولیو واکسین کمپاین درول، ماشومان، په ځانګړي ډول نوي زېږېدلي، د پولیو واکسین له جدي محرومیت سره مخ کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یوه میاشت مخکې راپور ورکړی و چې تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې تر اوسه د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

افغانستان او پاکستان هغه دوه یواځیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی وړل شوی.

ډاکټران وایي، پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، او یوازې واکسین کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.