ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې نن درې لوبې ترسره کیږي

0

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړکې هالنډ نن نامیبیا ته د اوو ویکټو په توپیرماتې ورکړه. نن دغه راز پاکستان له امریکا او نیوزیلنډ له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي.په دې جام کې د افغانستان دوهمه لوبه سبا چهارشنبه له جنوبي افریقا سره پلان شوې ده.دا لوبه د کابل په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د هند د ګجرات ایالت په احمد آباد ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې پیلیږي.په پرونیو لوبو کې، سکاټلینډ د ایټالیا په وړاندې، زمبابوې د عمان او سویلي افریقا د کاناډا په وړاندې بریا ترلاسه کړه.افغانستان د یکشنبې په ورځ په دې سیالۍ کې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلند ته بایللې وه.