ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د اروپا د بشري حقونو محکمې له یوشمیر افغان کډوالو سره د سربیا د پولیسو چلند غیر انساني او د سپکاوی عمل بللی

0

یوشمیرهغو افغانانو، چې په ۲۰۱۷ کال کې له سربیا څخه د ایستل شویو کډوالو په ډله کې وو، د اروپا د بشري حقونو د محکمې د پرېکړې هرکلی وکړ چې د سربیا پولیس یې د هغوی له بشري حقونو څخه پر سرغړونې تورن کړي دي. د محکمې د پریکړې له مخې د سربیا د پولیسو چلند "غیر انساني او د سپکاوی وړ" بلل شوی دی.

"د هغه وخت ډېرې دردونکې او بدې خاطرې مې تراوسه له ذهنه ندي وتلي."

هغه افغانه ښځه هغه شپه په یاد راوړي، چې د سربیا پولیسو په زور، د ژمي په سړه هوا کې د ځنګله له لارې له پولې واړوله او ګاونډي هېواد بلغاریا ته یې واستوله.

دا پېښه نهه کاله مخکې، د فبرورۍ د میاشتې د درېیمې او څلورمې ترمنځ شپه کې رامنځته شوه. د سربیا پولیسو نژدې شل افغانان، نارینه او ښځې، چې په دوی کې ماشومان هم وو او غوښتل یې د سربیا له لارې لویدیځې اروپا ته ځانونه ورسوي، پرپوله بلغاریا ته واړول.

دا هغه مهال وو چې اروپا د غیرقانوني کډوالو له یوه لوی بحران سره مخامخ وه.

له دې پیښې نهه کاله وروسته، د اروپا د بشري حقونو محکمې پرېکړه وکړه چې د سربیا حکومت د دغو کډوالو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د اروپا د بشري حقونو محکمې د ښکیلو کسانو چې دعوا یې کړې، نومونه پټ ساتلي دي.

خو د دې پیښې یوې قرباني، چې اوس په فرانسه کې اوسي او نه یې غوښتل چې نوم یې په راپورکې خپورشي، د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته د دې پریکړې هرکلی وکړ او ویې ویل: "محکمې زما حقونه خوندي کړل او عدالت یې تامین کړ. زه خوشاله او منندویه یم. خو هیله لرم چې د سربیا د پولیسو له خوا دا ډول ناوړه چلند له نورو کډوالو او مهاجرو سره بیا تکرار نه شي."

افغان کډوال څنګه له سربیا څخه وایستل شول؟

د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ د درېیمې نېټې شاوخوا نیمه شپه وه، د سربیا پولیسو له پوځي ځانګړو ځواکونو سره یوځای د بلغاریا پولې ته څیرمه په جنوب ختیځ کې ګزمه کوله چې د دیمیتروګراد ښارګوټي ته نږدې په لویه لاره کې یې د افغان کډوالو یوه ډله په دې تور ونیوله، چې په غیرقانوني ډول پر پوله اوښتې وه.

په دې ډله کې هغه افغان میرمن هم وه چې مخکې یې ازادي راډیو ته د دې پیښې دردونکې کیسه وکړه.

هغه وایي، اروپايي ټولنې ته د رسېدو لپاره یې دغه څو کیلومتره اوږد څو ورځنی سفر د دې لپاره پیل کړ چې خپل ژوند او خپلې راتلونکې ته ډیره اندیښمنه وه او ټینګار یې وکړ: "زما ژوند په افغانستان کې په خطرکې وو."

هغې زیاته کړه: "زه نه پوهېږم چې له کومو لارو تېر شو. زما هرڅه په یاد ندي خو موږ څو کسان وو، هلته کورنۍ او ماشومان هم وو. سفر ډېر سخت و، په ځانګړي ډول د هغو نجونو لپاره چې په یوازې سریې لکه ما د کډوالۍ لارې ته مخه کړې وه."

د نیول کیدو په سبا یې پولیسو دغه افغانان د نږدې ښار پیروت یوې محکمې ته بوتلل.

د محکمې په وړاندې هغوی د پناه غوښتنه وکړه، نو ځکه د دوی پر ضد له قانون څخه د سرغړونې تورونه لغوه شول. محکمې پولیسو ته امر وکړ چې هغوی ته د پناه غوښتنې د نیت تصدیق ‌پاڼې ورکړي، تر څو د کډوالو د ساتلو مرکز ته واستول شي.

خو له دې سره سره پولیسو دوی د شپې له خوا بېرته په زور بلغاریا ته وشړل. هغه هم په داسې یوه حالت کې چې هوا ډیره سړه وه او دوی اړول چې پلې لار ووهي. پولیسو له دوی څخه ټول اسناد چې د سربیا د محکمې د پریکړې اسناد هم پکې وو، اخیستي و.

د اروپا د بشري حقونو د محکمې د پریکړې له مخې یوشمیرکسانو ویلي چې له فزیکي ځورونې سره مخ شوي وو.

هغه افغانه چې له ازادي راډیو سره غږیدلې هم دا مسله تاییدوي: "د پولیسو چلند ډېر بد، تاوتریخجن او د انساني اصولو خلاف و. هغوی زموږ ټول اسناد واخیستل او د شپې ناوخته یې موږ په ځنګله کې پرېښودو. هرکله چې دا پېښه را یاده شي، ژاړم، ان اوس هم."

د دې پیښې یو بل قرباني، یوافغان نارینه، چې هغه هم نه غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي او اوس په جرمني کې ژوند کوي، ورته خبره وکړه او ویې ویل: "موږ ډېر بد چلند ولید. موږ ډېر کړاوونه وګالل او له سختو ستونزو سره مخ شوي و. د اروپا د بشري حقونو د محکمې پرېکړې موږ ته ارامي راکړه او خوشاله یې کړو. هیله لرم چې نور له داسې چلند سره مخ نه شي، ځکه موږ ټول د سختو شرایطو، بدمرغیو او د ژوند د ژغورلو لپاره خپل هېوادونه پرېږدو."

په ستراسبورګ کې دې محکمې په دې قضیه کې وموندله چې د سربیا ادارو د بشري حقونو د اروپايي کنوانسیون څو موارد تر پښو لاندې کړی دی.

د بهرنیانو د ډله‌ ییز شړلو د بندیز او ناقانونه توقیف پر سرغړونې سربېره، محکمې دا هم تایید کړه چې سربیا دا هم نه وه ارزولې چې ایا د افغانستان پناه غوښتونکي به په بلغاریا کې له مناسب چلند سره مخ کېږي که نه؟

د اروپايي محکمې "تاریخي" پرېکړه

د قربانیانو استازي او حقوقپوه نیکولا کواچېوېچ د اروپايي محکمې دا پرېکړه "تاریخي" بللې ده.

د هغه په وینا، د سربیا پر ضد له دې پرېکړې وروسته به په ورته قضیو کې قضايي اقدامات پراخ او ښه شي.

هغه وویل: "همدا چې خلک یې انتقال کړل، په ځنګله کې یې په یخنۍ کې پرېښودل اوس د غیر انساني او د سپکاوۍ وړ چلند په توګه وپېژندل شو، یوپرمختګ دی. تر دې مخکې د اروپا د بشري حقونو محکمې په عمل کې داسې څه نه وو کړي چې پرپوله د افرادو د جبري اړولو قضیې دې څیړلې وي."

ستراسبورګ د بلګراد په پرتله "یو ګام وړاندې" لاړ

دا چې بلغاریا ته په زوره د دغو افغان کډوالوپه استولو سره د هغوی بشري حقونه هغه مهال تر پښو لاندې شوي وو، تردې مخکې په ۲۰۲۰ کال کې د سربیا د اساسي قانون محکمې هم تایید کړي وو. خو محکمې هغه مهال د دوی دعوا په جزوي ډول منلې او هر یوه ته یې د زر یورود تاوان د ورکړې پریکړه کړې وه.

د یوشمیر دغو افغانانو مدافع وکیل نیکولا کواچېوېچ وایي، موږ پردې پریکړې قناعت ونکړ او قضیه مو د اروپا د بشري حقونو محکمې ته وړاندې کړه چې د سربیا د اساسي قانون د محکمې خلاف چې د بشري حقونو درې سرغړونې یې تایید کړې وې، د ټولو نهو سرغړونو څخه اوه یې تایید کړې.

د دغه راپور ترچمتوکیدو پورې د سربیا حکومت او د دې هیواد د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو د اروپا د بشري حقونو د محکمې د پریکړې په اړه چې پر پوله یې غیر انساني چلند ثابت کړی، د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.

ښاغلی کواچېوېچ د کوم غبرګون تمه هم نه لري. سربیا ته ورته خبرداری هغه مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټې هم ورکړی و.

په دې منځ کې، د پولې د کنټرول لپاره، له فرونتېکس (د اروپايي اتحادیې د پولې او ساحلي ساتنې اداره) سره د موافقې له مخې، د سربیا پولیس او د اروپايي اتحادیې ځینې هېوادونو ګډې ګزمې پیل کړې.

د پولې کنټرول ډېر شوی، او سربیا په ۲۰۲۰ کال کې د شمالي مقدونیا پر پوله د اغزن سیم کټارو جوړول هم پیل کړل.

په سربیا کې له کډوالو سره د پولیسو د ناسم چلند او پرپوله د هغوی د اړولو په اړه د غیردولتي فعالانو او عادي وګړو له لوري هم شکایتونه زیات شوي خو چارواکو دا شکایتونه په کراتو کراتو رد کړي دي.

ولې ټولو ته تاوان نه دی ورکړل شوی؟

د بشري حقونو اروپایي محکمې پریکړه کړې چې د سربیا پولیسو په ۲۰۱۷ کال کې د ۱۷ افغانانو (نارینه او ښځو) په وړاندې غیر انساني او بې ‌رحمانه چلند کړی دی. خو د سربیا له حکومت څخه یې یوازې دوو افغانانو، یوې ښځې او یوه نارینه ته چې له ازادي راډیو سره یې خپلې تجربې شریکې کړي، د پنځه زره یورو تاوان د ورکړې غوښتنه کړې. نیکولا کواچېوېچ وايي، دا ځکه چې د دې ډلې له نورو غړو سره چې اوس په بیلابیلو اروپایي هیوادونو کې میشت دي، د هغوی د حقوقي استازو اړیکه پرې شوې وه.

د سربیا د کډوالو د ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۵ کال راهیسې د نړۍ له ۱۲۰ هېوادونو څخه له ۱،۵ میلیونه څخه زیات کډوال د سربیا له لارې نورو اروپایي هیوادونو تېر شوي دي.

لویدیځې اروپا ته د بالکان د کډوالو په نوم لاره د ترکیې، یونان، شمالي مقدونیا، سربیا، بوسنیا او هیرزیګوینه، یا د بدیل مسیر، بلغاریا او سربیا څخه تېریږي. دی.

په وروستیو کلونو کې، د اروپايي اتحادیې پرپولې د کنټرول د سختولو او د موانعو د جوړولو په نتیجه کې ترډیره بریده د کډوالو د لویو ډلو تګ محدود شوی خو بیا هم د کډوالۍ بهیر ندی دریدلی او په کوچنیو ډلو کې کډوال له قاچاقي لارو ځان لویدیځې اروپا ته رسوي.