په خوست کې زر ځوانانو ته د کار وسایل ورکړل شو
د افغانستان په خوست کې د فبرورۍ پر اتمه داسې زر ځوانانو د کار وسایل ورکړل شول چې د کسبونو شپږ میاشتنۍ دوره یې بشپړه کړې ده. دا پروګرام د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د نږدې دوه لکه ډالرو په لګښت پلې شوی دی.
