ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

افغانستان ته د پاکستاني درملو په وارداتو بشپړ بندیز له نن نافذ شوی

0

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی چې سر له نن دوشنبې د دلوې له ۲۰ مې د پاکستاني درملو واردات د افغانستان د ټولو ګمرکونو له لارې منع دي.

د دې وزارت ویاند  عبدالقېوم نصیر په یو ویډیو بیان کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو تلویزیون خپور کړی له افغان سوداګرو غوښتي چې د پاکستاني درملو پر ځای له بدیلو لارو او په قانوني ډول درمل وارد کړي.

په همدې حال کې، یو شمېر خلک او د درملتونونو خاوندان وایي چې په بازارونو کې د درملو بیې لوړې شوې دي.