د جاپان په پارلماني ټاکنو کې د حاکم لیبرال ډموکراټ ګوند تاریخي بریا؛ دوه پر دریمه څوکۍ یې ګټلي
د جاپان د صدراعظمې سانائه تاکایچي، ګوند لیبرال ډموکراټ د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې دوه پر دریمه څوکۍ وګټلې.دا د یاد ګوند لپاره یوه تاریخي بریا ګڼل کېږي.لیبرال ډموکراټ او اییتلافي ملګري ګوند یې د جاپان د استازیو جرګې له ۴۶۵ څوکیو څخه ۳۲۸ وګټلې.تاکایچي ویلي وو که په ټاکنو کې بریالۍ نه شي نو د ګوند له مشرۍ به استعفی کوي.مګر په اوسنۍ بریا سره به د ټاکنیزو ژمنو په پوره کولو کې د هغې لپاره لار هواره شي.تاکایچي د جاپان لومړنۍ ښځینه صدراعظمه ده.
