ایراني چارواکي وایي له امریکا سره خبرې باید ژر پیل شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي تهران او واشنګټن په دې باور دي چې په عمان کې د غیر مستقیمو خبرو اترو وروسته باید ژر تر ژره اټومي خبرې اترې بیا پیل شي، که څه هم تهران د خپل توغندیز پروګرام او د یورانیمو د غني کولو په اړه خبرې رد کړي.
عباس عراقچي د فبروري په ۷مه د شنبې په ورځ له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل دواړه خواوې موافقې ته رسیدلي چې خبرې باید ژر تر ژره بیا پیل شي، او زیاته یې کړه چې د راتلونکې غونډې لپاره واردمخه په هېڅ مهالویش موافقه نه ده شوې.
که څه هم هغه وویل چې تهران یوې موافقې ته د رسیدو لپاره چمتو دی، مګر د ایران توغندیز پروګرام او د یورانیمو بډاینه د مذاکرې وړ نه ده.
عراقچي وویل: "نه اوس او نه هم په راتلونکي کې د توغندیو په اړه خبرې اترې کیدی شي ځکه چې دا یوه دفاعي مسله ده." "د [یورانیمو] د بډاینې درول د ایران له نظره د خبرو اترو وړ نه ده."
عراقچي زیاته کړه ایران به د متحده ایالاتو د هر احتمالي برید ځواب ووایی: "که پر ایران برید وشي، موږ به په سیمه کې د متحده ایالاتو اډې په نښه کړو."
د عراقچي څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه راغلې چې د تهران او واشنګټن پلاویو د عمان په منځګړیتوب خبرې اترې وکړې.
وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم چې خبرې اترې "ډیرې ښې" وې.
د ښاغلي ټرمپ له دې څرګندونو سربېره امریکا پر ایران نوي بندیزونه لګوي.
امریکا او ایران داسې وخت خبرې وکړې چې په سیمه کې د امریکايي پوځیانو او جنګي بیړیو حضور زیات شوی او ورسره په ایران د امریکا د احتمالي برید اندېښنې هم اوج ته رسېدلي.
