مدني فعال ویس محمد ارین د ښوونځیو لپاره کتابونه راغونډوي
په کابل کې یو افغان ځوان له خپلې اته کسیزې ډلې سره د درسي کتابونو راټولولو کمپاین پیل کړی، څو په خبره یې په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت یوه برخه جبران شي.ویس محمد ارین وایي، دا دریم کال دی چې دا کمپاین روان دی.
