ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د اسلام اباد شیعه ګان تر ځانمرګي برید وروسته په ویر دي

0
د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې په ترلايي کلان سیمه کې پر امام باړې په ځانمرګي برید کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. پولیس وايي، برید د فبرورۍ پر شپږمه د شیعه ګانو د جمعې لمانځه پر مهال شوی دی. د سیمې یو اوسېدونکي مشال راډيو ته وویل چې دوه وسلوال ورغلي ول چې یو یې پر امنیتي ساتونکي ډزې وکړې او بل بیا په امام بارګاه کې چاودنه وکړه. د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې. د پاکستان وزیراعظم د کورنیو چارو وزارت ته د پېښې د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده. تر پېښې وروسته د سیمې شیعه ګان په ویر دي او یوشمېر کسانو له امام باړې سره نېږدې عزاداري هم وکړه. ویډيويي رپورټ.