مسکو او واشنګتن سره ومنله چې پوځي تماسونه ټینګ کړي
امریکا او روسیې موافقه وکړه چې په لوړې کچې پوځی تماسونه ټینګ کړي.په اروپا کې د امریکا پوځي قومانداني دا خبر ورکړ.دا موافقه په ابوظبي کې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د سولې د خبرو په څنډه کې وشوه.واشنګتن د دوه زره یو ویشتم کال کې په فبروري میاشت کې له دې وروسته له روسیې سره پوځي روابط قطع کړل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید امر وکړ.په اروپا کې د امریکا پوځي قومانداني وویل چې د پوځونو ترمنځ د خبرو اترو ادامه د نړیوال ثبات او سولې لپاره مهمه ده.
