بامیان ته ستانه شويو کډوالو کورونه ترلاسه کړي، خو لاهم ستونزې لري
بامیان ته له ایران او پاکستانه ستنیدلي کډوالو ته کورونه ودان شوې دي، خو دا کډوال د ځینو نورو مهمو خدماتو غوښتنه لري، لکه د څښاک اوبه، ښوونځي، کلینکونه او کاري فرصتونه.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان په وینا د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې له پنځو میلیونو څخه ډیر افغانان افغانستان ته ستنیدلي او یوازې یولس سلنې یې کارونه موندلي دي.
